یواین‌ایچ‌سي‌آر: شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان د ورځي له یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند کوي

د کډوالۍ په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا “یواین‌ایچ‌سي‌آر” وايي، شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان د ورځي له یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند کوي.

ملګرو ملتونو د ژمي په رانږدې کېدو او د هوا په سړېدو سره د افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښوودلې ده.

“یواین‌ایچ‌سي‌آر” وايي، اوسهال تقریباً ۸۵ سلنه افغانان د ورځي له یوه ډالر څخه په کمو پیسو خپل ژوند پر مخ وړي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي چي په افغانستان کي اړتیاوي ډېري پراخي دي او ۱۵.۲ میلیونه افغانان د خوړو له شدیدي ناامنۍ سره مخ دي.

د “یواین‌ایچ‌سي‌آر” د راپور له مخي، افغانان په بې‌وزلۍ، لوږي او خوارځواکۍ کي د پام وړ زیاتوالی تجربه کوي، د اقلیمي بدلون اغېزو او طبیعي پېښو سره د مقاومت، مقابلې او تطابق وړتیا کمه سوې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان وايي چي د بې‌وزلۍ له امله د ورځي د درې وخته ډوډۍ برابرولو وس نه‌لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *