یو‌این‌ایچ‌سي‌ار د مېندو او کوچنیانو د مړینو د کمولو لپاره په بامیان کي د قابله‌ګانو د روزني پروګرام د فارغانو دوهم پړاو اعلان کړ

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ “یو‌این‌ایچ‌سي‌ار” د مېندو او کوچنیانو د مړینو د کمولو لپاره په بامیان کي د قابله‌ګانو د روزني پروګرام د فارغانو دوهم پړاو اعلان کړ.

د ملګروملتو دې ادارې پرون پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چي د قابله‌ګۍ د زده‌کړي پروګرام یې د اروپايي اتحادیې او همکارو مؤسسو په مالي مرسته اجرا کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ په وینا، دا قابلې هڅه کوي چي په افغانستان کي د مېندو او کوچنیانو د مړینو کچه راټیټه کړي.

تر دې مخکي د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کي د روغتیايي خدمتونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وه، چي هره ورځ په افغانستان کي په‌داسي ناروغیو چي تداوي کېدای سي ۲۴ مېندې او ۱۶۷ کوچنیان مړه کېږي.