یودیچه: د ښځو ږغ باید د هر ډول خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي

په افغانستان کي د اروپايي ټولني استازي رافایلا یودیچه وايي، بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی او د ښځو ږغ باید په افغانستان کي د هر ډول خبرو او رغنده تعامل برخه وي.
هغې د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کي د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبري کړي دي.
له دې وړاندي د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت په افغانستان کي د بهرنیو چار له سرپرست او ځینو نورو چارواکو سره د ښځو د تعلیم، کار او نورو مسایلو په اړه خبري کړي وې.