یوشمېر جلاوطنه افغان ورزشکاران وايي، د بېلابېلو ستونزو له امله په ملي او نړیوالو لوبو کي د افغانستان پرځای د نورو هیوادونو او بهرنیو کلپونو په استازیتوب لوبیږي

که څه هم په‌‌دې وروستیو کي افغان ورزشکارانو په بېلابېلو برخو کي د پام وړ لاسته‌‌راوړني لرلي، خو یوشمېر جلاوطنه افغان ورزشکاران وايي، له ډول ډول ستونزه سره مخامخ دي.

په پاکستان کي مېشت افغان سوک وهونکی نذیر صافی وايي، کلونه کېږي چي په ملي او ان په ځینو نړیوالو لوبو کي د مجبورۍ له‌‌‌مخي د پاکستان په استازیتوب ګډون کوي.

د بدني روزني او ورزش ریاست ویاند اتل مشواڼي رسنیو ته ویلي چي، په څه باندي درېیو کالو کي د المپیک نړیوالي کمېټې له لوري دوی ته هيڅ بوديجه نه‌‌ده ورکړل سوې او دا د ورزش لپاره لویه ضربه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *