یوناما: له ایران او پاکستان څخه نژدې یو میلیون افغان کډوال افغانستان ته راغلي

د ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره د مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي، چي د روان میلادي کال له پیل څخه تر جون میاشتي پوري نژدې ۹۴۹ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.
د یوناما د تازه شمېرو له مخي، ۷۴۱ زره کسان له ایران او ۲۰۸ زره کسان له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
یوناما په خپل بیان کي ټینګار کړی، چي بېرته راستنېدونکي افغان کډوال لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د هغوی اړتیاوي خورا زیاتي دي. یاد دفتر وایي، دغه راستنېدونکي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چي سرپناه، خوراکي توکي او روغتیايي خدمات پکښي شامل دي.