یوناما وایي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانانو انزوا، بشري او اقتصادي ستونزو ته لار هوارول دي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په افغانستان کي د څلورم پرله پسې کال لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چي طـ.البان د افغانانو غوښتنې له پامه غورځوي.
یوناما په خپله وېب پاڼه کي د روزا اوتونبایوا په حواله لیکلي، د طـ.البانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز به د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړي.
د میرمن اوتونبایوا په وینا، د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازي د دوی پر راتلونکي نه بلکي د ټولو افغانانو پر سولي او هوسایني هم منفي اغیزه کوي.
د یوناما په خبرپاڼه کي دا هم ویل سوي چي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل له نړیوالي ټولني څخه د افغانستان د انزوا یو له اصلي لاملونو څخه دی.
طـ.البانو په ۲۰۲۱ کال کي واک ته تر بیا ځلي رسېدو سم دستي وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجوني له زده کړو منع کړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *