یوناما په ایران کي د سلګونو افغانانو د وژل کېدو په اړه د شفافو پلټنو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر په ایران کي د شاوخوا ۲۵۰ افغان پناه غوښتونکو د وژل کېدو راپورونه د اندیښنې وړ وبلل.

یوناما د دې پېښي په اړه د مکملو او شفافو تحقیقاتو غوښتنه کړې او د نړیوالو قوانینو پر اساس یې د کډوالو د حقونو پر ساتني ټینګار کړی دی.

د ایران د بشري حقونو جلاوطنه حال‌وش خبري آژانس راپور ورکړی چي د ایران سرحدي ځواکونو په سراوان کي د کلګان په سیمه کي پر هغو افغان کډوالو ټکان کړي چي ایران ته داخلېدل.

دغه خبري آژانس د ترلاسه سویو ویډیوګانو، عکسونو او د شاهدانو له خولې راپور ورکړی چي له ۳۰۰ افغان کډوالو څخه، شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ پوري کډوال ژوندي پاته سوي او نور ټول یا وژل سوي او یا ټپي سوي دي.

ځینو عیني شاهدانو هم رسنیو ته ویلي چي دغه کډوال د ماین د چاودني او د سرحدي ځواکونو د ټکانو له امله وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *