یونسیف وايي، روان یخ ژمي کي ډېر شمېر افغان کوچنیان په تنفسي ناروغیو اخته سوي

په داسي حال کي چي د یو شمیر نړیواله سازمانونو په وینا افغانستان سږنی ژمی سخت دی، د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ اداره وایي، چي د هوا له سړېدو سره، د افغان کوچنیانو په منځ کي تنفسي ناروغۍ پر ډېرېدو دي.
یونیسف پر خپله ایکسپانه لیکلي د اسیا د پرمختیايي بانک او کاناډا په همکارۍ یې روغتونونو ته اړین درمل او توکي رسولی دي، چي د کوچنیانو لپاره د درملني خدمتونه برابر کړي.
ياد سازمان زياتوي چي روغتونونو ته د درملو په لېږلو سره، بېرته ډاډ ترلاسه کوي چي ماشومانو ته ضروري روغتيايي خدمات ورسیږي.
یونیسف تیر کال په افغانستان کي د شدیدو تنفسي ناروغیو یو لک او ۶۰ زره پېښي ثبت کړي وې او ویلي یې وه، ۶۲ سلنه ناروغان هغه کوچنیان وه چي عمرونه یې له پنځه کلونو کم وه.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې یادونه کړې چي په ژمي کي اقتصادي فعالیتونه کمېږي او واوره د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي له اساسي خدماتو څخه بې برخي کوي.