یونسیف وایي، په جنورۍ کي د ۲۱۳ خوارځواکو افغان ماشومانو درملنه سوې

یونسیف وايي، د سږ کال د جنورۍ په میاشت کي یې د ۲۱۳ افغان کوچنیانو چي په خوارځواکۍ اخته وه، درملنه کړې ده.
په افغانستان کي د یونسیف استازي تاج الدین (Tajudeen Oyewale) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چي دا ټول کوچنیان له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي دي.
د یونیسف د استازي په وینا د دې کوچنیانو درملنه د آسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ سوې ده.
مرستندویو ادارو له امریکا څخه غوښتي چي په خپله هغه پرېکړه کي، چي پر اساس یې د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا مرستي ځنډوي، افغانستان استثنا کړي.
افغانستان ته تر ټولو ډېري بشري مرستي امریکا ورکوي.