د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چي د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی يونس خان یې په چمپینز ټرافي سیالیو کي د افغان کرکټ ملي لوبډلي د سلاکار روزونکي په توګه ټاکلی دی.
باید وویل سي چي یونس خان په ۲۰۲۲ کال کي هم د متحده عرب اماراتو روزنیز کمپ کي د افغان لوبډلي لنډمهالی روزونکی وو.
تر دې وړاندي هم پر خواله رسنۍ داسي راپورونه خپاره سوي وه چي په ۲۰۲۵ کال کي د چمپینز ټرافي سیالیو کوربتوب پاکستان کوي، نو د ملي لوبډلي د مشر روزونکي جانتن تراټ په مشوره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانی توپوهونکی یونس خان به د یوې میاشتي لپاره د سلاکار روزونکی په توګه وټاکل سي.
د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۳ د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کي د څو پرلهپسې سیالیو ګټلو وروسته په لومړي ځل وتوانېده چي د ۲۰۲۵ د کرکټ د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالیو ته لاره پیدا کړي.