د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) اعلان کړی چي دا مهال په افغانستان کي ۲۸ زره روغتیايي کارکوونکي او نرسان د دې ادارې له ملاتړه برخمن دي.
یونیسف د پنجشنبې په ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي چي په راتلونکي کال کي به په افغانستان کي د روغتیايي کارکوونکو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د کوچنیانو ملاتړ ادارې دا هم ویلي چي په افغانستان کي د روغتیايي کارمندانو د ملاتړ د دوام هدف میندو او ماشومانو ته د باکیفیته روغتیايي خدماتو وړاندي کول دي.
یونیسف تر دې مخکي ویلي وه چي یوازي دا اداره اوس مهال په افغانستان کي د کوچنیانو لپاره د خوړو چمتو کولو توان لري، او په وینا یې شاوخوا ۳۰ زره روغتیايي کارکوونکي د دې ادارې په ملتیا کار کوي.
دا په داسي حال کي ده چي نړیوالو مرستندویه ادارو په پرلهپسې توګه په افغانستان کي د بېوزلۍ او د خوړو د نهخوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی.