د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ‘یونیسف’ وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کي اسرائیلو د غزې په شمال کي ۵۰ ماشومان وژلي او یو شمېر ټپيان سوي دي.
یونیسف دا ډل وژنه په ملکي خلکو د بېپروا بریدونو یوه بله بېلګه بللې ده.
د غزې شمال چي له څو اونیو راهیسي د اسرائیلي ځواکونو پراخ عملیات پکښي روان دي، دا څووم ځل دی چي د ملکي خلکو د ټول وژني رپوټونه ورڅخه خپریږي.
د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یوه مشره کاترین رسل وایي د غزې شمال کي ټول وګړي د ناروغیو، قحطۍ او روانو بمباریو له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
بل خوا د اسراییل پوځ اعلان کړی چي، د غزې په شمال کي یې یو سرتېری د لاسي بم په چاودنه کي وژل سوی دی.
تر دې څو ساعته مخکي هم د اسراییل پوځ راپور ورکړی وو چي، په شمالي غزه کي یې دوه نور عسکر وژل سوي دي.