یونیسف وایي، که طـ.البان د زده کړو بندیز ليري نه کړي تر۲۰۳۰ کاله به څلور میلیونه نجوني نالوستي وي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د طـ.البانو له حکومته غوښتي چي د نجونو پر زده کړو بندیز دي ژر تر ژره لغوه کړي.
د دې ادارې اجرایوي مدیري کترین روسل وایي، که چیري دا بندیز دوام پيدا کړي تر را رارون۲۰۳۰ کاله پوري به ۴میلیونه نجوني د زده کړي له حقه محرومي سي.
د میرمن روسل په ټکو، دا بندیز د میلیونو نجونو ژوند په خطر کي اچوي او د طـ.البانو تر واک لاندي افغانستان ته تباه کېدونکي پایلي لرلای سي.
دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي تعلیمي کال پیل او طـ.البانو یو ځل بیا له شپږ ټولګیو پورته نجوني درسونه ته ور ونه غوښتې.
د نجونو پر زده کړو دا بندیز له ۲۰۲۱ کال راهیسي دوام لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *