یونیسف وایي د پاکستان څخه د ایستل سوو کډوالو زیاته برخه کوچنیان دي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندق (یونیسف) وایي، چي د ۲۰۲۴ میلادی کال د سپټمبر له پيل څخه تراوسه پوري ۶۰۰ زره هغه افغان کډوال چي په پاکستان کي د اوسېدو قانوني اسناد ئې نه درلودل ایستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
دغه اداره زیاتوي، چي په ایستل سوو افغان کډوالو کي دوه پر درېیمه برخه کوچنیان دي.
هغوی وایي چي د ایستل سوو دغو کوچنیانو له ډلي ۷۸۲ ئې له خپلو کورنیو بېل سوي وو او د یونیسف په مرسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای سوي.
هېره دي نه وي چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ اوس هم روانه ده، چي هره ورځ په زرګونه افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لاري افغانستان ته راځي.