د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د نومبر د شلمه د ماشومانو له نړیوالي ورځي په مناسبت په افغانستان کي کوچنیانو ته د لا زیاتي پاملرني غوښتنه کړې ده.
یونیسف نن پر ایکس ټولنیز شبکه اعلان کړی چي دوی د شخړو، طبیعي پیښو او نورو بیړنیو پیښو لپاره خورا ډیري پیسې ورکوي.
بل خوا اروپايي ټولني د کوچنیانو د نړيوالي ورځي د يادوني په ترڅ کي ویلي، چي د افغانستان له ماشومانو سره د ښوونيزو پروګرامونو، روغتيايي خدمتونو او ساتني په برخه کي پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
دغه اتحادیې همداراز ټینګار کړی چي په افغانستان کي کوچنیان د دغه هیواد راتلونکی دی او اروپايي ټولنه د دوی تر څنګ ولاړه ده.