یونېسف وایي، په خوراځواکۍ اخته نږدې درې نیم لکه کوچنیان په روغتونونو کي بستر سوي

په افغانستان کي په خوارځواکۍ د اخته کوچنیانو د لوړ شمېر او د وضعیت په اړه اندېښنو سره هممهاله، له کوچنیانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسیف وايي چي په روان کال کي په خوارځواکۍ اخته نږدې درې نیم لکه افغان کوچنیان د درملني لپاره په روغتونونو کي بستر سوي دي.

يونېسف پرون پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي چي د دې کوچنیانو د علاج لپاره ځانګړي مقوي خواړه خورا مهم دي او تینګار کوي چي یوازي د ملګرو ملتونو اړوند ادارې په افغانستان کي دا ډول خواړه چمتو کوي.

په افغانستان کي يو شمېر کورنۍ چي کوچنیان يې په خوارځواکۍ اخته دي، وايي چي د اقتصادي ستونزو له امله نه سي کولای څو سم او قوي خواړه برابر کړي.

له دې مخکي د روغتیا نړیوال سازمان یا “ډبلیوایچ‌‌‌او” ویلي وه چي په افغانستان کي د خوړو د نه خونديتوب د زياتېدونکي ناورين په پايله کي له پنځو کلونو کم عمره نږدې درې میلیونه افغان کوچنیان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د دې سازمان په وینا، له دې ډلي شاوخوا اته‌نیم لکه د خوارځواکۍ له ډېر جدي حالت يا شديدي خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *