یونېسف: نږدې ۴۰ سلنه افغان کوچنیان له سختو روحي، رواني ناروغیو او خپګان سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، نږدې ۴۰ سلنه افغان کوچنیان له سختو روحي، رواني ناروغیو، ننګونو او خپګان سره مخ دي.
دغه ادارې د “غېږي، خوښۍ او روغتیا” په نوم په خپل یو تازه راپور کي چي نن دوشنبه یې خپور کړی ویلي، له ۲۴ سلنه زیات کوچنیان چي عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو دي اندېښنې تجربه کوي چي په خبره یې دا کچه له نړیوال اوسط څخه لس ځله لوړه ده او ۱۵ سلنه نور بیا خپګان تجربه کوي.
یونېسف په خپل دې راپور کي په افغانستان کي د بې‌وزلۍ لوړه کچه، جګړې، د کورنیو بې‌ځایه کېدل او کډوالي، طبیعي پېښي، د ناچاودو توکو ګواښونه او د کړکېچ پر مهال پر کورنیو او کوچنیانو د زیانونو فشارونه هغه لاملونه بللي چي افغان کوچنیان یې له شدیدو روحي او رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.
په ورته وخت کي د افغان کوچنیانو ځیني کورنۍ وایي، روان اقتصادي وضعیت او پر لوڼو یې د زده کړو د بندیزونو له امله اولادونه له سختو رواني فشارونو سره مخ دي چي دوی یې په اړه خورا اندېښمن دي.