یونېسف : په روان ۲۰۲۴م کال کې ۲۳،۷ میلیون افغانانو چي ۱۲،۳ میلیون کوچنیان هم پکښي دي، د بشري مرستو غوښتنه کړې ده

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونيسف په یوه تازه راپور کي ویلي، په روان ۲۰۲۴م کال کي ۲۳،۷ میلیون افغانانو چي ۱۲،۳ میلیون کوچنیان هم پکښې دي، د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

په راپور کي راغلي، یونېسف د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کي له ۲،۸ میلیون کوچنیانو او د هغو له کورنیو سره مرسته کړې او په ‌دې لړ کي د دې سازمان د رواني روغتیا او د ټولنیز رواني ملاتړ له خدماتو څخه ۲۶ سلنه ښځو هم ګټه اخیستې ده.

په راپور کي د روان کال په مې میاشت کي د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو په ۲۱ ولسوالیو کي د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د زیانونو یادونه سوې او وايي، دا سږ کال په افغانستان کي تر ټولو زیات ورانوونکي او خونړي سېلابونه وو چي په ترڅ کي یې۱۸۰ کسان مړه او ۲۸۰ نور ټپیان سول.