یوه امریکايي جنرال په افغانستان کي د نظام سقوط ستراتیژیکه تېروتنه بللې ده

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخواني مشر جنرال مارک میلي د پخواني افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي بللې ده خو د امریکا د شل کلن ماموریت ننګه یې کړې.
جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی مشر جنرال فرنک مکنزي سه شنبه د امریکا استازیو جرګې ته ورغوښتل سوي وه څو د تخلیې د عملیاتو په تړاو پوښتني ځواب کړي.
جنرال مارک میلي ویلي، د شلو کلونو په تېرېدو سره د دوی پوځیانو په افغانستان کي د پوځ او دولت په جوړولو کي مرسته وکړه خو ملت یې نه سو جوړولای.
د هغه په وینا، دا چي د حکومت سقوط پېښ سو او هغه پوځ چي دوی یې ملاتړ کاوه له منځه ولاړی دا یوه ستراتیژیکه ناکامي وه.