یو افغان په لومړي ځل د انګلستان د کلبي سیالیو لوبډلمشر ټاکل سوی دی

د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی همدردجان تېموري چي اوس د انګلستان په پلازمینه لندن کي مېشت دی، د ځايي “مېل هېل وېلج” د دویمي لوبډلي لوبډلمشر ټاکل سوی دی.
هغه ویلي، میل هیل ویلج کرکټ کلب له تېرو ۱۵۷ کلونو راهیسي فعالیت کوي چي په لومړي ځل یې د یو افغان په توګه دی د دویم کلب لوبډلمشر ټاکل سوی دی.
د ښاغلي تېموري په وینا، هغه ته د کلب له ۱۳۲ غړیو څخه ۸۰ کسانو رایه ورکړې ده چي خپل سریلانکايي سیال څخه د ۶۰ رایو په تفاوت مخکي سوی دی.
د نوموړي په وینا دې لوبډلمشرۍ دا فرصت ورکړی دی چي انګلستان ته د نویو راغلیو افغان کډوالو هغو ځوانانو ته د لوبو زمینه سازي وکړي چي له کرکټ سره مینه لري.
دغه راز همدردجان تېموري خپله لوبډلمشري یوازي یو امتیاز نه ګڼي، بلکي وايي چي له دې لاري به د دې فرصت هم ترلاسه کړي چي د افغانستان د کرکټ یو روښانه انځور د خپل کلب او نورو کلبونو لوبغاړو ته وړاندي کړي.