یو ان اف پي اې : ۱۷ مېرمنو پر ډېورنډ فرضي کرښې زېږون کړی

له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، ډېری افغان مهاجر په داسې حال کي له پاکستان څخه را ایستل کېږي، چي د دوی په خبره د کور وسایل، ګران بیه توکي او آن موبایل ټیلفونونه هم ورڅخه اخيستل سوي دي.
د تورخم له لارې را ستانه سوي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ دوی روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او نه سي کولای خپلو کورنیو ته سرپناه او خواړه برابر کړي.
په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو د وګړو د نفوس صندوق(UNFPA) وايي له پاکستانه د کډوالو را ایستلو له پيل راهیسې تراوسه ۱۷ تنو ښځو د ډیورېنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کي کوچنيان زیږولي.
د ملګرو ملتونو د وګړو د نفوس صندق ويلي دي، د روان کال د اپرېل له پیل راهیسې، ۱۷ ښځو د يورنډ فرضي کرښي په صفري نقطه کي د ملګرو ملتونو د وګړو د نفوس صندوق تر ملاتړ لاندې لومړنیو روغتیايي مرکزونو او پنځو ښځو هم د زېږون په بېړنیو کلینیکونو کي کوچنيان زیږولي. د دغه صندق په خبره د روغتيا په برخه کي دا دافغان کډوالو لپاره يوه ستره ننګونه ده.
هغوی د پاکستان له دولت څخه غوښتنه کړي، چي د انساني همدرۍ له مخي دي اميندوره ميرمني او ناروغان تر درملني مخکي افغانستان ته نه ليږي ترڅو د هغوی صحت له ګوښ سره مخ نه سي.