د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (یو این اچ سي ار) وایي، د افغانستان وضعیت لا هم د نړۍ له شدیدو ناورینونو څخه دی.
یو ان اچ سي ار په خپل تازه راپور کي ویلي، چي د بشري حقونو سرغړوني، اقتصادي بې ثباتۍ، د خوړو شدید نه خوندیتوب او طبيعي پېښي به احتمالا په روان میلادي کال کي د سیمې ثبات وګواښي.
یو ان اچ سي ار زیاته کړې، که څه هم په ټولیز ډول امنیتي وضعیت ښه سوی او هغه سیي چي پخوا د لاسرسي وړ نه وې اوس یې ورته لاسرسی سته، خو لا هم په افغانستان کي په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندي جدي ننګوني سته.
راپور زیاتوي، د طـ.البانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د طـ.البانو پخواني ځپونکي فرمانونه تدوینوي، چي افغان ښځي او نجوني ښوونځیو، پوهنتونونو، کارځایونو او عامه ځایونو ته له تلو راګرځوي.
دا په داسي حال کي ده چي یو شمېر افغان مېرمني او نجوني چي د حکومت له بندیزونو سره مخامخ دي وايي، د صادرو سویو فرمانونو له امله یې اقتصادي ننګوني ډیري سوي دي.