یو ایس ایډ: په پام کي لري چي تر ۲۰۰ پوري بزګرانو ته د اقلیم بدلون اړوند مسلو په اړه روزنه ورکړي

د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالي ادارې “یو ایس ایډ” ویلي چي افغانستان باندي د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو د هڅو په لړ کي په پام کي لري چي تر ۲۰۰ پوري بزګرانو ته د اقلیم بدلون اړوند مسلو په اړه روزنه ورکړي.

یو ایس ايد د ایکس په پاڼه لیکلي چي افغانستان په نړۍ کي د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه تر ټولو ډیر زیانمننونکی هیواد دی.

ملګري ملتونه وايي چي افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کي شامل دی چي د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د یو راپور له مخي پر افغانستان باندي په دې وروستیو کلنو کي د اقلیم د بدلون اغیزې د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو، اوږدې وچکالۍ او د تودوخي د درجې د زیاتیدو په څیر راڅرګندي سوي چي د دغه ادارې په وینا ورسره د تودوخي درجه لوړه سوې او اوبو ته د خلکو د اړتیا هم ډیره سوې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، په داسي حال کي چي د اقلیم د بدلون په اغیزو کي د افغانستان ونډه د هیڅ په حساب ده دغه هیواد باندي یې اغیزې خورا زیاتي دي چي د دغو اغیزو د کمیدو لپاره هم پوره چمتوالی نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *