یو این او ډي سي: اړتیا ده چي د کروندګرو لپاره د کوکنارو بديل کښت ترويج او له دوی سره مرستي وسي

د ملګرو ملتونو له نشه‌ يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رییس انوجا سود وايي، اړتیا ده چي په افغانستان کي د کروندګرو لپاره د کوکنارو بديل کښت ترويج او له دوی سره مرستي وسي.
هغه د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرني او مالدارۍ له مرستیال مولوي صدراعظم عثماني سره په لیدنه کي ویلي، چي دا مهال په افغانستان کي د کوکنارو کرنه ۹۵ سنله کمه سوې چي دا ښه زیری دی.
د هغه په وینا، دوی د عامي روغتيا له وزارت سره په نشه ‌يي توکو د روږدو کسانو د درملني په برخه کي کار کوي خو باید له کروندګرو سره هم همکاري وسي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني هم ویلي، چي د کوکنارو بدیل کښت ته ډېره اړتیا ده او بزګر په دې برخه کي ډيرو مرستو ته اړتیا لري.
بل خوا نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل یو تازه راپور کي ویلي، چي د کوکنارو د کښت منع کولو د بزګرو پر ژوند ناوړه اغېزې کړي او په وروستیو دوو کالو کي بزګران تر یوه ميلیارد ډالرو ډېرو کلنيو عایدو څخه بې برخي سوي دي.