یو شمېر افغان فعالانو د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي سره لیدلي

یو شمېر افغان فعالانو، د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره لیدلي.
دا فعالان تېر کال کابل ته په جرګه تللي وه چي د طـ.البانو مشران د ښځو خلاف له بندیزونو راوګرځوي.
د دې کتني یوې ګډونوالي زرکي ملیار رسنیو ته ویلي، د غونډي تمرکز د افغانستان پر راتلونکي، دیپلوماتیکو اړیکو، د پوهن يستونزو ته پر پاملرنه او د حقونو او امنیت پر پیاوړتیا وو.
طـ.البانو له واک ته رسیدو وروسته نجوني له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او ښځي د کار په شان له لومړنیو بشري حقونو محرومي کړي او دې مسلې د افغانانو ترڅنګ د نړیوالي ټولني اندېښنې پارولي دي.