یو نړیوال خیریه بنسټ وايي، په غزې تړانګه کي پر یوه موټر د اسرايیل په پرونۍ هوايي حمله کي د دوی د یوه کارکوونکي په ګډون ۵ کسان وژل سوي دي

د ولد سنټرل کیچن په نوم بنسټ ویلي، په‌‌دې اړه یې د نورو توضیحاتو غوښتنه کړې ده، هغه هم وروسته له هغه چي د اسرايیل پوځ وویل، چي د ولد سنټرل کیچن بنسټ هغه کارکوونکی یې په نښه کړی، چي پر اسرايیل یې د حماس ډلي په حمله کي ونډه درلوده.
ولد سنټرل کیچن په نوم بنسټ د روان کال په لومړیو کي هم وروسته له هغه خپل فعالیت ځنډولی وو، چي د اسرايیل په یوه حمله کي یې ۷ کارکوونکي ووژل سول.