یو پاکستانی تبعه کس تورن سوی چي د امریکا په نیویارک ښار کي يې یوه حمله پلان کړې وه

یو پاکستانی تبعه چي په کاناډا کي اوسي، تورن سوی چي د اسلامي دولت ډلي یا داعش په ملاتړ یې د امریکا په نیویارک ښار کي یوه حمله پلان کړې وه.

د امریکا عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کي تورن کس ۲۰ کلن محمد شاهذیب خان یاد کړی او هغه تورن سوی، چي د اکتوبر په اوومه یا وړاندي، وروسته یې د یهودانو پر یوه مرکز د ډله ‌‌ییزي وژني پلان جوړکړی و.

د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلینډ ویلي، شاهذیب خان نیت کړی وو چي د اسلامي دولت ډلي لپاره هرڅومره زیات یهودان چي کېدای سي ووژني.

نوموړي چي هڅه کوله له کاناډا متحده‌ایالتونو ته ولاړ سي، د سپټمبر په څلورمه د امریکا سرحد ته له رسېدو سره سم ونیول سو.

هغه د قانون د تنفیذ دوو پټو افسرانو ته ویلي وه، چي پلان لري د یوه برید لپاره د اسلامي دولت د ملاتړو یوه ریښتینې څانګه ایجاد کړي.