په ۲۰۲۴ کال کي پاکستان د خپلو وروستیو کلونو تر ټولو مرګونی کال تجربه کړ، چي امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او جنګیالیوته پکښي درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د کلني رپوټ له مخي، په دغه کال کي پاکستان کي له ۲,۵۰۰ څخه زیات کسان وژل سوي.
دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښیي او دغه کال د تېري یوې لسیزي تر ټولو مرګونی کال ثبتوي.
دغو پېښو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوااو بلوچستان ایالتونو پر سیمو پراخ اغیز شیندلی؛ چیري چي ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالي ډېر فعال دي.
د دې کال په وروستۍ ورځ په تازه پېښه کي په ګورکوپ کي د ځای پر ځای سوي ماین په چاودنه کي ۵ پاکستاني پوځیان وژل سوي دي.
بلوڅ بېلتون پالو ویلي په ګورکوپ کي یې د پاکستاني نیواکګرو پوځيانو یو موټر په نښه کړی او د ریموټي ماین په وسیله یې له منځه وړی.