د عامي روغتیا وزارت وايي، د روان کال د ژمي له پیله په افغانستان کي لږ تر لږه ۲۴ کسان د ګازنیولو له کبله مړه سوي دي.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ویډیويي پیغام کي ویلي دا د تېر کال پر تله زیاتوالی ښيي.
د شرافت زمان په وینا په مړو کي ۱۵ نارینه او ۹ ښځي شاملي دي.
تېره اوونۍ هم د خوست په یوه هوټل کي د یوې کورنۍ ۵ غړي د ګازنیولو له کبله مړه سوي وه.
درې اوونۍ مخکي هم په خوست کي د ګازو ډبې د چاودني له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه سوي وه، چي درې تنه یې کوچنیان وه.