د پاکستان رسنيو خبر ورکړی دئ، چي ۳۵۰ تنه افغان محصلان د پاکستان د علامه اقبال په بورسونو کي د لوړو زده کړو په موخه پاکستان ته تللي دي، دغه رسنيو ويلي، چي دغه افغان محصلان د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا له پاره دغه هيواد ته تللي دي.
دغه بورسونه د پاکستان د لوړو زده کړو د وزارت له خوا افغان محصلانو ته ورکول سوي دي او د ياد تعداد محصلانو لګښت به ټول د پاکستان د دولت له خوا ورکول کېږي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان دولت تراوسه پوري اعلان نه دئ کړی، چي په يادو بورسونو کي د ښځينه محصلانو تعداد څومره دئ.