فوکس مجله: آلمان پر داسي لارو فکر کوي، چي مجريم افغان کډوال مستقيم افغانستان ته ولېږي


د آلمان رسنيو د پنج شنبې په ورځ خبر ورکړی دئ، چي د آلمان د کورنيو چارو وزارت هڅه کوي، چي هغه افغان کډوال چي په آلمان کي مجريم پېژندل سوي دي، د دريم هيواد د مداخلې څخه پرته ئې افغانستان ته ولېږي.
دغه رسنيو د آلمان د کورنيو چارو وزارت د وزير الکساندر دوبرينت د خولې څخه وايي، چي د دريم هیواد له مداخلې پرته، له ط..البانو سره د اخراج کېدونکو کډوالو د ستنولو په اړه بايد د آلمان دولت خبري وکړي.
د دویچه ویله د راپور په اساس د آلمان دولت غواړي هغه افغان کډوال چي له دغه هیواد څخه اخراجیږي، بايد مستقیماً خپل هیواد ته ستانه سي. دوبرینت د آلمان د «فوکوس» مجلې سره په مرکه کي ویلي: «زما نظر دا دئ چي له ط..البانو سره مستقیمه موافقه وکړو، ترڅو د کډوالو د ستنولو امکان برابر سي.»
بايد وويل سي چي د آلمان نوي لومړي وزیر، ژمنه کړې وه چي هغه کډوال چي جرم ولری افغانستان او سوريې ته به ئې ولېږي، هغه په افغانستان کي د آلماني بنسټونو د پخوانیو محلي کارکوونکو له پاره د پناه غوښتونکو د منلو پروګرامونه هم ځنډولي دي.
آلمان تر دې وړاندي ۴۵ افغان کډوال، چي د بیلابیلو جرمونو په تور نیول سوي وو، د قطر په منځګړیتوب افغانستان استولي وو.