ذبیح الله مجاهد وايي، په پاکستان کي د کابل هوايي ډګر بریدګر نیول ثابتوي چي د ترهګرو پټنځایونه په پاکستان کي دي

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چي د کابل هوايي ډګر د ٢٠٢١ کال د برید طراح د امریکا په وخت د چهار شنبې په ورځ د دغه هیواد په ویرجینیا کي محکمه کیږي.
د راپور له مخي، که محکمې ورباندي پرېکړه وکړه ښايي د عمر بند سزا ورکړل سي.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ کانګرس ته په خبرو کي اعلان وکړ چي د محمد شریف الله په نوم د داعـ.ش هغه غړی يې د پاکستان په مرسته نيولی چي په ٢٠٢١ کال کي یې د تخلیې پرمهال په کابل هوایي ډګر کي د ١٣ امریکايي پوځیانو په ګډون ګڼ کسان ووژل.
پر همدې مهال د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دې کي هیڅ شک نه سته چي هغه برید داعـ.ش کړی وو او بیا چي داعشیان د پاکستان په خاوره کي نیول کېږي نو دا پخپله دا په ډاګه کوي چي داعش هلته پناه وروړې ده او خپل پټنځایونه یې هم هلته جوړ کړي دي.

Verified by MonsterInsights