په افغانستان کي د ماینونو تر ټولو زیات قربانیان ماشومان دي

د سره صلیب نړيوالي کمېټې په خپل وروستي راپور کي ويلي دي، چي په تیر میلادي کال کي په افغانستان کي د ماینونو او له جنګ جګړو د پاته مهماتو د چاودنو له امله ۵۶۴ کسانو وژل سوي، چي په ياد تعداد کښي ۴۳۴ ماشومان شامل دي. د سره صليب د نړيوالي کمېټې د راپور په اساس په افغانستان کي په تير ۲۰۲۴ ميلادي کال کښي د ماينونو تر ټولو زيات قربانيان ماشومان دي. د سره صلیب نړیوالي کمېټې په تیر کال کې د ماینونو ۲۵۱ پیښي ثبت کړي، خو ياده کېمټه زیاتوي چي حقيقي ارقام تر دې هم ډېر دي دا يوازي هغه ارقام دي، چي له دوی سره ثبت سوي دي.

Verified by MonsterInsights