نن د افغان وطنپال سندرغاړي عبدالله مقري د مړيني څلورم تلين دئ

نن د افغانستان د نامتو حماسي سندرغاړي عبدالله مقري د مړينې څلورم تلين دئ. عبدالله مقری يو داسي هنرمند وو، چي د خپلي هنري ژبي په وسيله ئې د وطن ناخوالي او ستونزي په زړه پورې انداز کي بيانولې.
هغه د خپلي خاوري سره بې اندازې مينه درلوده او د خپلو سندرو له لاري ئې خپلو مينوالو ته د وطن جوړولو احساس ورکوئ.
عبدالله مقری د نن څخه څلور کاله وړاندي له دې فاني نړۍ څخه تللی خو د هغه د وطني میني احساس د هغه په سندرو کي تراوسه د افغانانو په زړونو کي پاته‌ دئ.

Verified by MonsterInsights