ريچارد بنت: ط..البان بايد عاي و نه ګڼل سي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بنت د چهارشنبې په ورځ، د ط..البانو د مشرانو د نیولو د حکم په اړه ویلي چي د دغي ډلي رژیم باید عادي ونه ګڼل سي.
هغه پر خپله ايکس پاڼه باندي د جرمونو د نړۍوالي محکمې له خوا د ط..البانو د رهبر م.لا هب.ت الله او د ط..البانو د ستري محکمې د رئیس عبدالحکيم ح.قاني د نيولو د حکم هرکلی کړی دئ.
هغه ليکلي، چي دا د عدالت له پاره یو مهم ګام دئ، په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو او انجونو د حقونو د خونديتوب په برخه کي. د هغه په وینا چي دا حکومتونو ته یو روښانه پیغام دئ چي ط..البان باید په رسمیت ونه پېژني.

Verified by MonsterInsights