ط..البانو په فاریاب کي يو کس ته د نشه یي توکو د لېږد په تور تعزیري سزا ورکړې

د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه د چهارشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په فارياب ولايت کي ئې یو کس د الکولي مشروباتو د لېږد په تور ۳۹ دُرې په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي وهلی دئ.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي دغه کس ته ئې دوه کاله د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي چي تېره ورځ هم ط..البانو په کاپیسا کي دوو تنو ته په عام محضر کي تعزيري سزا ورکړې وه

Verified by MonsterInsights