ط..البانو په جلال اباد ښار کي ۳۲ غلا سوي موبايلونه نيولي

د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار کي ئې د تلاښۍ پر مهال په يوه کور کي ۳۲ غلا سوي موبايلونه نيولي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه موبايلونه د ښار په بېلابېلو ساحو کي غلا سوي وو، چي ط..البانو د عملياتو پر مهال په يوه کور کي موندلي دي.
په خبرپاڼه کي دغه راز د جلال اباد ښار د اوسېدونکو څخه غوښتنه سوې ده، چي که د هر چا څخه موبايل ورک او يا غلا سوی وي، خپل موبايل دي د اسنادو په وړاندي کولو سره د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه ترلاسه کړي.

Verified by MonsterInsights