د پاکستان څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي افغانه خبرياله زهرا شمس او د هغې د کورنۍ غړي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کي پاکستاني پوليسو نيولي دي.
د زهرا شمس د کورنيو غړو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي اغلې شمس اوس مهال د پاکستان څخه د جبري ايستلو د خطر سره مخامخ ده.
د هغې دوستانو د نړۍوالو بشري سازمانو او د خبريالانو د ملاتړ د ادارو څخه غوښتنه کړې، چي زهرا شمس دي د پاکستان د زندان څخه ازاده او د پاکستان څخه د جبري ايستلو مخه دې ونيسي.
بايد وويل سي، چي تر دې وړاندي هم د پاکستان پوليسو څو افغان خبريالان او د بشرحقونو فعالان د ويزې د وخت د پوره کېدو په سبب نيولي او زنداني کړي وو.