د ايران څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه هيواد د مرکز تهران ښار په دماوند په ولسوالۍ کي يو اتلس کلن افغان ځوان وژل سوی ، چي تر وژل کېدو څو ورځي وروسته ئې جسد د ايران پوليسو موندلی دئ.
د سرچينې په حواله چي دغه وژل سوی ۱۸ کلن ځوان امير طٰهٰ نوميدی، چي په تهران کي نامعلومو کسانو وژلی او وروسته ئې په يو ه باغ کي د هغه جسد ښخ کړی وو، چي د ايران پوليسو د هغه جسد موندلی او کورنۍ ته ئې تسليم کړی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي امير طٰهٰ په ايران کي زېږيدلی او تر اوسه پوري ئې هلته ژوند کوی.
په ورته وخت کي د ايران پوليسو هم ياده پېښه تائید کړې او په خبره ئې چي د امير طٰهٰ د وژلو په تړاو ئې يو کس نيولی او اوس تر څېړنو لاندي دئ.