د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ-سربٌل جام سیالیو په شپږمه لوبه کي د مس عینک اتلانو د بست ساتونکو ته ماته ورکړه .
مس عینک لومړۍ توپ وهنه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځولو یې ۱۷۷ منډي وکړي ، او د بست ساتونکو ته یې ۱۷۸ منډو هدف وټاکه ، بست اتلانو بیا یاد هدف پوره نکړ او د ۱۸ منډو په توپیر یې لوبه دلاسه ورکړه .
د مس عینک لپاره وفي الله تره خېل ۵۹ سهيل خان زرمتي ۴۸ او خالد تڼیوال ۲۹ منډي جوړي کړې ، له بلي خوا بیا د د بست لوبډلي لپاره محمد اکرم ۵۶ منډي وکړې او عبد الرحمن رحماني په توپ اچونه کي ۳ ویکټي تر لاسه کړې