د ایران ولسمشر: چمتو يم کابل ته سفر وکړم

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، د شنبې په ورځ د دې هيواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه ناسته کي ویلي، چي د تهران د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب باید له ګاونډیانو سره د اړیکو پراخول وي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان په دغه ناسته کي ويلي: «زه چمتو یم افغانستان ته سفر وکړم او د دواړو هيوادونو په اړیکو کي نوې پاڼه خلاصه کړم.)

Verified by MonsterInsights