د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په کابل کي ئې شپږ کسان د ټابلیټ K، ذیکپ، تریاکو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅولو او قاچاق په تور د ۱۰ څخه تر ۳۰ دورو پوري په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ۷ میاشتو څخه تر ۲ کلونو پورې په تنفیذي بند هم محکوم کړي دي