سعودي عربستان کي په يوه ترافيکي پېښه کي د يوې کورنۍ اووه غړي وژل سوي

پاکستاني رسنيو د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي يوه پاکستانۍ کورنۍ د عمرې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللې، چي مدينې منورې ته پر لاره ئې ترافيکي پېښه کړې.
د پاکستاني رسنيو د راپور له مخي چي په دغه ترافيکي پېښه کي د يوې کورنۍ اووه غړي وژل سوي او شپږ نور ټپيان سوي دي. د راپور په حواله چي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښني وړ ښودل سوی دئ

Verified by MonsterInsights