پاکستان کي نژدې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه د خره غوښه نيول سوې ده
د شنبې په ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چي د اسلام اباد د خوړو ادارې IFA د پاکستان د ترنول سیمه کي شاوخوا ۱۰۰۰ کيلوګرامه د خره غوښه نیولې ده ، پاکستاني رسنیو همداسي زیاته کړې، چي د یادي غوښي سره د ۵۰ څخه تر ۶۰ راسه ژوندي خرونه هم نيولي دي .
بلخوا بيا پاکستاني چارواکو ويلي، ممکين دا غوښه د پاکستان تر څنګ بهرنيو هيوادونو ته هم لېږل سوې وي.
د IFA ادارې د یادي موضوع په تړاو یو کس نیولی دئ او په وينا ئې چي دا نیول سوې حرامه غوښه به له منځه وړي او نيول سوی کس به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.