د ملګرو ملتونو کډوالو اداره: افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو له پاره مو بوديجه د ختمېدو د خطر سره مخ ده

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چي افغانستان ته راستنېدونکو کډوالو ته بېړنۍ مرستي برابروي، خو مالي سرچینې ئې د ختمېدو له خطر سره مخ دي.
یادي ادارې د يکشنبې په ورځ ویلي، هغه کورنۍ چي له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنېږي، له سختو ستونزو او یو نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.
د کډوالو عالي کمېشنري زیاتوي، افغانستان اوس هم له سترو اقتصادي او بشري بحرانونو سره لاس او ګرېوان دئ او راستنېدونکي کډوال د بې‌کارۍ، فقر او محدودو امکاناتو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره له نړۍالي ټولني غوښتي چي د افغانستان د کډوالو د ملاتړ له پاره عاجلي مرستي برابرې کړي، څو دوی وکولای سي اړمنو کورنیو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او پر وخت د هغوی لاس نيوی وکړي.

Verified by MonsterInsights