حمزه شمایف د منځني وزن اتلولي خپل په نوم کړه

د اګسټ پر ۱۶م تاریخ د روسیې د UFC مخکښه لوبغاړي حمزه شمایف خپل سرسختي سیال او د منځني وزن اتل دریکوس دو پلېسي ته په شیکاګو کي ماته ورکړه او د منځني وزن اتل وټاکل سو.
حمزه او درېکوس د سختي امادګۍ سره میدان ته کښته سوي وو او د لوبي تر اخري شېبو یې دوام راوړ،چي بلاخره د داورانو د اکثريت رایو په وړلو سره حمزه ګټونکی اعلان سو.
حمزه خپل میلیونونو طرفدارانو ته خوشحالي ورکړه او په دغه بریا سره یې پرته له ماتي خپل د پرلپسې بریاوو ریکارډ تر ۱۵ بریاوو ورسوئ

Verified by MonsterInsights