د اګسټ پر ۱۶م تاریخ اوکراین د روسیې پر کورسک ایالت د بې پیلوټه الوتکي برید کړی.
په یاد برید کي یو ۵۲ کلن سړی او د هغه ۱۳ کلن زوی مړه سوي دي، دا په داسي حال کي چي د ډرون د برید وروسته د یاد سړي موټر اور اخیستی و.
د کورسک د والي په خبره چي د یاد برید مرګ ژوبله کمه ده خو شاوخوا ودانۍ یې سختي زیانمني کړي او د سیمي پر خلګو یې ډیري منفي اغېزې کړي.
د یادوني وړ ده چي تیره جمعه د اګسټ پر ۱۵م تاریخ ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتین په خپله لیدنه کي د اوکراین او روسیې د جنګ د ختمولو پر سر خبري کړي وې.