په پکتيا ولايت کي يو ۱۲ کلن هلک وژل سوی

د پکتيا څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پکتيا ولايت په وازي ځدراڼ ولسوالۍ کي يو دولس کلن هلک تر لفظي شخړي وروسته په خورا بې رحمۍ سره وژل سوی دی .
د سرچينې په وينا چي دغه هلک د يوې نجلۍ سره تر لفظي شخړي وروسته د نجلۍ د کورنۍ له خوا وژل سوی دئ.
دغه پېښه د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ له خوا هم تائيد سوې.

Verified by MonsterInsights