د ط..البانو د ستري محکمې څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کابل په چهار اسياب ولسوالۍ کي ئې څلور تنه د غلا او نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، درې تنه ئې د نامشروع اړيکو په تور ۳۹ دورې وهلي او په درې کاله تنفيذي بند سزا ئې محکوم کړي.
د خبرپاڼي په حواله چي يو تن ئې د غلا په تور ۳۹ دورې وهلی او په يوه کال تنفيذي بند ئې محکوم کړی.