د اسرائیل په ۳۰۰ مختلفو سیمو کي ولسي خلګو د جګړې د درېدو لپاره مظاهرې کړي

نن یکشنبه د اګسټ پر ۱۷ م تاریخ د اسرائیل د تل ابیب،قدس،حیفا ښارونو په شمول په ۳۰۰ مختلفو سیمو کي په زرګونو کسانو د جګړې د ختمېدو لپاره مظاهرې کړي دي.
د مظاهرو مشري هغو کسانو په غاړه اخیستي وه چي د کورنۍ غړي یې د ح.ماس لخوا بندي سوي دي،په دغه مظاهرو کي د پولیسو او ولسي خلګو تر منځ نښتي هم سوي چي په ترڅ کي یې ۳۸ تنه د پولیسو لخوا نیول سوي دي.
په یادو مظاهرو کي ولسي خلګو د بندیانو د خوشي کولو او جګړې د ختمېدلو غوښتني کولې،خو حکومت بیا وایي چي دوی د غزې پر ښار د وروستي پوځي عملیات تیاری نیسي او د جګړې پر اوږدوالي فکر کوي.
د یادوني وړ ده چي په اسرائیل کي مخکي هم د جګړې د درېدلو لپاره ولسي خلګو پراخي مظاهرې کړي خو لا تر اوسه اسرائیلي چارواکو د خپلو خلګو ږغ نه دی اورېدلی او د جګړې دوام ته یې اولیت ورکړی دی.

Verified by MonsterInsights